د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د عینک د مسو کان د پروژې د قراردادي شرکت له رئیس سره په کتنه کې د عینک د مسو کان د عملي کار د چټکتیا او پیل غوښتنه وکړه.
د کانونو او پټرولیم وزارت د عینک د مسو کان د پروژې د پیل غوښتنه وکړه
11 حمل 1403 ساعت 11:43
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د عینک د مسو کان د پروژې د قراردادي شرکت له رئیس سره په کتنه کې د عینک د مسو کان د عملي کار د چټکتیا او پیل غوښتنه وکړه.
آوا - کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر وايي، د دغه وزارت سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور د عینک د مسو کان د پروژې د قراردادي شرکت له رئیس او کاري ټیم سره وکتل.
په دې کتنه کې د عینک د مسو کان د پروژې د کاري ټیم مشر ښاغلي سانګ د عینک د مسو کان د پروژې د کار د وروستیو پرمختګونو، د دوی د کاري پلانونو او د پروژې د عملي پیل په اړه د وړاندیزونو په اړه معلومات وړاندې کړل.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ښاغلي دلاور د وړاندیزونو له اورېدو او د کاري پلانونو له ارزونې وروسته په نږدې راتلونکي کې د مس عینک کان د عملي کار د چټکتیا او د عملي کار د پیل غوښتنه وکړه.
د مطلب کود: 288076