افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) نن دوشنبه د دلوې ۲۳ مه له پرتګال څخه د دې مرستې له امله مننه وکړه.
دغه سازمان په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې پرتګال دغه پیسې د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره مرسته کړې ده.
تر دې مخکې اوچا اعلان کړی و، چې سږ کال د ډېرو افغانانو لپاره عاجلو مرستو ته اړتیا ده، خو د ملګرو ملتونو همکارانو له دغه هېواد سره خپلې مرستې کمې کړې دي.
د دغه بنسټ د شمېرو پر بنسټ، یوازې د پلازمېنې کابل په ګډون په مرکزي ولایتونو کې پنځه میلیونه وګړي عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.