دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۳ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۴۶
د مطلب کود : 285720
د کډوالو چارو وزارت سرپرست د مرستو د وېش پر شفافیت ټینګار وکړ
د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني د بدخشان ولایت د مهاجرینو د چارو له رئیس سره په کتنه کې د بې ځایه شویو کورنیو او راستنیدونکو کډوالو ته د مرستو د ویش پر شفافیت ټینګار وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني د بدخشان ولایت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو له رئیس مولوي محمد یونس جهادمل سره وکتل. 

په دې کتنه کې دبدخشان ولايت دمهاجرينو دچارو رييس دخپلو فعاليتونو ، خدمتونو ، له بې ځايه شويو او راستنېدونکو کورنيو سره دمرستو او نورې ستونزې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست ته وړاندې کړې .

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست په دې برخه کې پر لا روڼتیا او همغږي ټینګار وکړ او ډاډ یې ورکړ چې په راتلونکي کې به د دغه ریاست ستونزې هوارې شي.
https://avapress.com/vdcj8ie8yuqeoaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته