کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کډوالو چارو وزارت سرپرست د مرستو د وېش پر شفافیت ټینګار وکړ

23 دلو 1402 ساعت 12:46

د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني د بدخشان ولایت د مهاجرینو د چارو له رئیس سره په کتنه کې د بې ځایه شویو کورنیو او راستنیدونکو کډوالو ته د مرستو د ویش پر شفافیت ټینګار وکړ.


آوا - د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني د بدخشان ولایت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو له رئیس مولوي محمد یونس جهادمل سره وکتل. 

په دې کتنه کې دبدخشان ولايت دمهاجرينو دچارو رييس دخپلو فعاليتونو ، خدمتونو ، له بې ځايه شويو او راستنېدونکو کورنيو سره دمرستو او نورې ستونزې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست ته وړاندې کړې .

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست په دې برخه کې پر لا روڼتیا او همغږي ټینګار وکړ او ډاډ یې ورکړ چې په راتلونکي کې به د دغه ریاست ستونزې هوارې شي.


د مطلب کود: 285720

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/285720/د-کډوالو-چارو-وزارت-سرپرست-مرستو-وېش-پر-شفافیت-ټینګار-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com