افغان غږ خبری آژانس - کابل: په افغانستان کې د یونیسف دفتر لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په ۲۰۲۳ کال کې به د دغه دفتر په مرسته ۶۸۶ زره ماشومان چې ۶۰ سلنه یې نجونې دي، با کیفیته زده کړې ترلاسه کړي. د محلي ښوونځیو له لارې او دوی وړیا ګټه پورته کړې.
یونیسف دغه ټولګي په لیرې پرتو او کلیوالو سیمو کې جوړوي، چې نجونې او هلکان د لرې واټن له امله ښوونځي ته نه شي تلای او له زده کړو بې برخې دي.
د يادونې وړ ده، چې له شاوخوا دوو کلونو راهيسې له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې له زده کړو بې برخې دي، چې په وينا يې د ښې زده کړې زمينه ورته برابره شوې ده.