کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

یونیسف په افغانستان کې ۶۸۶ زره ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره کړې ده

16 دلو 1402 ساعت 15:31

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) اعلان کړی چې په افغانستان کې یې د محلي ښوونځیو په جوړولو سره ۶۸۶ زره ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره کړې ده.


آوا - کابل: په افغانستان کې د یونیسف دفتر لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په ۲۰۲۳ کال کې به د دغه دفتر په مرسته ۶۸۶ زره ماشومان چې ۶۰ سلنه یې نجونې دي، با کیفیته زده کړې ترلاسه کړي. د محلي ښوونځیو له لارې او دوی وړیا ګټه پورته کړې.

یونیسف دغه ټولګي په لیرې پرتو او کلیوالو سیمو کې جوړوي، چې نجونې او هلکان د لرې واټن له امله ښوونځي ته نه شي تلای او له زده کړو بې برخې دي.

د يادونې وړ ده، چې له شاوخوا دوو کلونو راهيسې له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې له زده کړو بې برخې دي، چې په وينا يې د ښې زده کړې زمينه ورته برابره شوې ده.


د مطلب کود: 285437

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/285437/یونیسف-په-افغانستان-کې-۶۸۶-زره-ماشومانو-ته-د-زده-کړو-زمینه-برابره-کړې-ده

آوا
  https://www.avapress.com