دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۳۴
د مطلب کود : 285058
په کندهار کې د څه باندې ۴۵ ټنه بې کیفیته او تاریخ تیره درمل سوځول
په کندهار کې د خوړو او درملو ملي ادارې چارواکي له شپږو میاشتو راهیسې د کندهار ښار له درملتونونو څخه د څه باندې ۴۵ ټنو بې کیفیته او تاریخ تیره درملو د سوځولو خبر ورکوي.
افغان غږ خبری آژانس: د کندهار د خوړو او درملو ملي ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دغه خبر ورکړی دی.

په دې وروستيو کې په بېلابېلو ولايتونو کې د خوړو او درملو د ملي ادارې څارنه او کنټرول زيات شوى او په ډېرو ولايتونو کې بې کيفيته درمل او خوراکي توکي له منځه وړل شوي دي.

تر دې مخکې د خوړو او درملو ملي ادارې مشر عبدالباري عمر هم هېواد ته د بې کیفیته درملو د واردولو د مخنیوي لپاره د دغې ادارې له جدي اقداماتو خبر ورکړی و.
https://avapress.com/vdcdkk0xjyt0jz6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته