کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کندهار کې د څه باندې ۴۵ ټنه بې کیفیته او تاریخ تیره درمل سوځول

10 دلو 1402 ساعت 12:34

په کندهار کې د خوړو او درملو ملي ادارې چارواکي له شپږو میاشتو راهیسې د کندهار ښار له درملتونونو څخه د څه باندې ۴۵ ټنو بې کیفیته او تاریخ تیره درملو د سوځولو خبر ورکوي.


آوا: د کندهار د خوړو او درملو ملي ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دغه خبر ورکړی دی.

په دې وروستيو کې په بېلابېلو ولايتونو کې د خوړو او درملو د ملي ادارې څارنه او کنټرول زيات شوى او په ډېرو ولايتونو کې بې کيفيته درمل او خوراکي توکي له منځه وړل شوي دي.

تر دې مخکې د خوړو او درملو ملي ادارې مشر عبدالباري عمر هم هېواد ته د بې کیفیته درملو د واردولو د مخنیوي لپاره د دغې ادارې له جدي اقداماتو خبر ورکړی و.


د مطلب کود: 285058

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/285058/په-کندهار-کې-د-څه-باندې-۴۵-ټنه-بې-کیفیته-او-تاریخ-تیره-درمل-سوځول

آوا
  https://www.avapress.com