افغان غږ خبری آژانس - تهران: د هموطن ډلې مشر شیر محمد خلیلي د
افغان غږ خبری آژانس خبریال ته ویلي، دغه سخته شپه د یکشنبې په ورځ د دلوی په لومړۍ نیټه د سهار په اته نیمو بجو پیل شوه او د دوشنبې په ورځ د ماسپښین په درې نیمو بجو دوی وتوانیدل چې د کیهار څوکه د 4050 مترو په لوړوالي سره فتح کړي، پداسې حال کې چې تودوخه منفي 32 درجو ته رسیدلې او د باد سرعت په ساعت کې 50 کیلومتره و.
د هغه په وينا، د شپې له دې سختیو څخه موخه د مهاجرو د غره ختونکو د ځواک او چلولو ښودنه وه چې په پرله پسې توګه لوړو څوکو ته ورختلی شي.
دغو دوو مهاجرو (خلیلي او قدیر) په درې ساعتونو کې له دغې څوکې څخه ښکته شول.