دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۴ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۰۳
د مطلب کود : 283471
په افغانستان کې د کرمان د ترهګریزو بریدونو په اړه غبرګونونه؛

د ایران ستر ملت یوازې نه دی؛ د افغانستان خلک په غم او پوره پیوستون کې د دوی تر څنګ ولاړ دي!

د ایران ستر ملت یوازې نه دی؛ د افغانستان خلک په غم او پوره پیوستون کې د دوی تر څنګ ولاړ دي!
د ایران په کرمان ښار کې چاودنې د افغان سیاستوالو په منځ کې ګڼ غبرګونونه راپارولي دي. د هېواد پخواني جمهور رئیس حامد کرزي دغه تروریستي عمل په کلکه غندلی او دا یې د بشریت او د ټولو اسلامي اصولو او ارزښتونو خلاف جنایت بللی دی. د مصالحې عالي شورا پخواني مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم د ایران له حکومت او خلکو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: پخواني ولسمشر حامد کرزي په ایکس پاڼه کې د یوه پیغام په خپرولو سره د ایران د اسلامي جمهوریت په کرمان ښار کې په یوه عامه غونډه کې هغه چاودنه په کلکه وغندله چې په پایله کې یې یو شمېر کسان شهیدان او ټپیان شول. هغه ترهګري یو بشري ضد جنایت او له ټولو انساني او اسلامي اصولو او ارزښتونو سره په ټکر کې بللی دی.
هغه په ​​دغه پيغام کې د دغې غمجنې پيښې د قربانيانو کورنيو او د دوست او ورور هيواد ايران خلکو او دولت ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب وړاندې کړي دي.
د مصالحې د عالي شورا پخوانی مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په یو بل پیغام کښې د ایکس پاڼي په حواله لیکلي دي: له بده مرغه د ایران د اسلامي جمهوریت د دوست او ورور هیواد په کرمان ښار کښې ترهګرې حملې په نتیجه کښې وشوې. 
هغه زیاته کړه: په داسې حال کښې چې مونږ دغه ترهګرې، جنایتکارې او د انسانی او اسلامی ارزښتونو خلاف عمل په سختو ټکو غندو، د قربانیانو له کورنیو، د ایران د اسلامی جمهوریت له حکومت او خلکو سره د خواخوږۍ او تسلیت مراتب وړاندې کوو. شهیدانو ته د الله تعالی له درباره جنت الفردوس او زخمیانو ته د عاجلې روغتیا دعا کوو.
د بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد حنیف اتمر هم په یوه پیغام کې لیکلي: زموږ پر ایراني وروڼو او خویندو دغه برید د هر انساني او دین له نظره د کرکې وړ او د غندلو وړ دی. شهیدانو ته د لوی خدای له درباره د فردوس جنت او ټپیانو ته د عاجلې شفا غوښتنه کوو.
هغه تاکید وکړ: د ایران ستر ملت په دغه حالت کښې یوازې نه دی. د افغانستان خلک په پوره پیوستون سره د دوی تر څنګ ولاړ دي.
یو شمېر نورو سیاسي څېرو هم د کرمان چاودنې د اسلام د دښمنانو تروریستي برید بللی او په سیمه ییزه او نړیواله مبارزه کې یې د ترهګرۍ د ریښو په وچولو ټینګار کړی دی. د دوی په وینا د افغانستان خلک په دا ډول بریدونو کې د خپلو عزیزانو له لاسه ورکولو په درد ښه پوهیږي!
د ټولنیزو پاڼو ګڼ شمېر افغان کاروونکو هم په کرمان کې د ترهګریزو چاودنو په اړه توند غبرګون ښودلی او د Kerman and #Iran# په هشټګونو سره یې له خپلو ایراني وروڼو او خویندو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.
د ایران په کرمان ښار کې د جنرال قاسم سلیماني د شهادت د څلورم تلین په مناسبت ترهګرې چاودنې چې له امله یې ۸۴ تنه شهیدان او کابو ۳۰۰ ټپیان شول، له سختو نړیوالو غبرګونونو سره مخ شول.
https://avapress.com/vdca0enu649nay1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته