افغان غږ خبری آژانس: ښاغلی تخاري وايي، تازه خوشي شوي کسان د چمن لارې له لارې افغانستان ته لېږدول شوي دي.
په کراچۍ کې د افغان کونسلګرۍ د معلوماتو له مخې اوس هم د پاکستان د سند ایالت په زندانونو کې ۲۲۱ افغان کډوال بندیان دي.
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال په وروستیو میاشتو کې د پاکستان حکومت د بېلابېلو دلایلو له مخې د افغان کډوالو نیول او ویستل پیل کړي او دا لړۍ لا هم روانه ده.