کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پاکستان له زندانونو تر ۵۰ زیات افغان بندیان خوشي شول

1 دلو 1402 ساعت 9:25

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان قونسل عبدالجبار تخاري ویلي دي چې د پاکستان د سند آیالت له څو زندانونو څخه تر ۵۰ زیات افغان اتباع خوشي شوي دي.


آوا: ښاغلی تخاري وايي، تازه خوشي شوي کسان د چمن لارې له لارې افغانستان ته لېږدول شوي دي.

په کراچۍ کې د افغان کونسلګرۍ د معلوماتو له مخې اوس هم د پاکستان د سند ایالت په زندانونو کې ۲۲۱ افغان کډوال بندیان دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال په وروستیو میاشتو کې د پاکستان حکومت د بېلابېلو دلایلو له مخې د افغان کډوالو نیول او ویستل پیل کړي او دا لړۍ لا هم روانه ده.


د مطلب کود: 284580

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/284580/د-پاکستان-له-زندانونو-تر-۵۰-زیات-افغان-بندیان-خوشي-شول

آوا
  https://www.avapress.com