دخپریدو نیټه :جمعه ۲۲ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۳۷
د مطلب کود : 284034
ایران یوه امریکايي بېړۍ ونیوله
د ایران د اسلامي جمهوریت رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد سمندري ځواکونو د عمان ساحل ته څېرمه د امریکا د تېلو یوه ټانکر نیولی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د ایران د اسلامی جمهوریت رسنیو د سمندری ځواکونو د عامه اړیکو په حواله خبر ورکړی، چې د ایران د اسلامی جمهوریت سمندری ځواکونو د عمان سمندر په اوبو کښې د امریکې د تیلو یوه ټانکر نیولی دی. 
 
د تسنیم د راپور له مخې، د تېلو دغه ټانکر چې د نیکولاس ST په نوم بدل شوی، د عمان په سمندر کې تېل لېږدول چې نن سهار د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ د ستراتیژیکو سمندری ځواکونو له خوا د محکمې په حکم او د بندرونو او بېړیو د ادارې په منظورۍ ونیول شو. د امریکا د رژیم لخوا د تیلو د غلا په غچ کې او د اسلامي جمهوریت بندرونو ته لیږدول کیږي ترڅو قضایی چارواکو ته وسپارل شي.
https://avapress.com/vdcgwt9xtak97z4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته