افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دغه ریاست د معلوماتو له مخې په دغه لیږد کې نفتي او غیر نفتي مواد شامل دي چې یوه زیاته اندازه یې د هرات د ریل پټلۍ له لارې ترسره کیږي.
د هغې یوه کوچنۍ برخه ټرانزیټ او صادراتي توکي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په تېره اوونۍ کې هم په هېواد کې د اورګاډي پټلۍ له لارې نږدې ورته اندازه مالونه لېږدول کېدل.