د افغانستان د ریل پټلۍ ریاست په ایکس کې لیکلي، چې تېره اوونۍ د هېواد د اورګاډي له لارې ۸۶ زره ۸۵۷ مټریک ټنه مالونه لېږدول شوي دي.
په تېره یوه اوونۍ کې له ۸۶ زره ټنو ډېر توکي د اورګاډي له لارې افغانستان ته لېږدول شوي دي
17 جدی 1402 ساعت 10:25
د افغانستان د ریل پټلۍ ریاست په ایکس کې لیکلي، چې تېره اوونۍ د هېواد د اورګاډي له لارې ۸۶ زره ۸۵۷ مټریک ټنه مالونه لېږدول شوي دي.
آوا - کابل: د دغه ریاست د معلوماتو له مخې په دغه لیږد کې نفتي او غیر نفتي مواد شامل دي چې یوه زیاته اندازه یې د هرات د ریل پټلۍ له لارې ترسره کیږي.
د هغې یوه کوچنۍ برخه ټرانزیټ او صادراتي توکي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په تېره اوونۍ کې هم په هېواد کې د اورګاډي پټلۍ له لارې نږدې ورته اندازه مالونه لېږدول کېدل.
د مطلب کود: 283640