افغان غږ خبری آژانس: کونسلګرۍ د ایکس پاڼه ته په یوه استول شوي پیغام کې لیکلي، چې دغه خوشې کول او لیږد د پنجشنبې په ورځ د جدي میاشتې په ۱۴ مه ترسره شو.
د دغې کونسلګرۍ د معلوماتو له مخې، د پاکستان د سند صوبې په زندانونو کې ۲۷۹ نور افغانان بندیان دي او د هغوی د خلاصون هڅې روانې دي.
په همدې حال کې په کراچۍ کې د افغانستان کونسل جنرال سید عبدالجبار تخاري په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې د مديحې او مروه په نوم دوه افغان نجونې له ۱۳ میاشتو راهیسې د کراچۍ په عبدالستار ایدهي کې اوسېږي. هغه د دغو نجونو له وارثانو وغوښتل، چې دې قونسلګرۍ ته ورشي او هغوى دې تسلیم کړي.
د کندهار د والي په مشرۍ د اسلامي امارت یو پلاوی په پاکستان کې دی او د دغه هیواد له چارواکو سره د مهاجرینو د وضعیت او د سیاسي او امنیتي مسایلو او د دواړو هیوادونو ترمنځ د اختلافاتو په اړه خبرې کوي.