کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پاکستان د سند آیالت له زندانونو څخه ۸۹ نور افغان کډوال خوشي شوي

16 جدی 1402 ساعت 9:18

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان کونسلګرۍ د دغه هېواد د سند آیالت له زندانونو د شپږو ماشومانو په ګډون د ۸۹ کډوالو د خوشې کېدو او افغانستان ته د هغوی د لېږدولو اعلان کړی دی. په همدې حال کې په کراچۍ کې د افغانستان کونسلګرۍ د دوو ماشوم کډوالو نجونو له وارثانو وغوښتل چې دغه قونسلګرۍ ته ورشي.


آوا: کونسلګرۍ د ایکس پاڼه ته په یوه استول شوي پیغام کې لیکلي، چې دغه خوشې کول او لیږد د پنجشنبې په ورځ د جدي میاشتې په ۱۴ مه ترسره شو.

د دغې کونسلګرۍ د معلوماتو له مخې، د پاکستان د سند صوبې په زندانونو کې ۲۷۹ نور افغانان بندیان دي او د هغوی د خلاصون هڅې روانې دي.

په همدې حال کې په کراچۍ کې د افغانستان کونسل جنرال سید عبدالجبار تخاري په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې د مديحې او مروه په نوم دوه افغان نجونې له ۱۳ میاشتو راهیسې د کراچۍ په عبدالستار ایدهي کې اوسېږي. هغه د دغو نجونو له وارثانو وغوښتل، چې دې قونسلګرۍ ته ورشي او هغوى دې تسلیم کړي.

د کندهار د والي په مشرۍ د اسلامي امارت یو پلاوی په پاکستان کې دی او د دغه هیواد له چارواکو سره د مهاجرینو د وضعیت او د سیاسي او امنیتي مسایلو او د دواړو هیوادونو ترمنځ د اختلافاتو په اړه خبرې کوي.


د مطلب کود: 283553

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/283553/د-پاکستان-سند-آیالت-له-زندانونو-څخه-۸۹-نور-افغان-کډوال-خوشي-شوي

آوا
  https://www.avapress.com