افغان غږ خبری آژانس - کابل: د خوړو او درملو د ملی ادارې د درملو د خدمتونو استازی نعمت الله روفی وایی چې د انسانانو د ژوند د ساتنې او سالمې ټولنې د رامنځته کولو په هدف یې په تېرو شپږو میاشتو کې د یو کمپاین په ترڅ کې دغه درمل يي په کابل کې د درملتونونو او روغتونونو څخه راټول کړي دي.
هغه زياته کړه، له هغو درملتونونو او روغتونونو څخه چې زاړه او يا ټيټ کيفيت درمل راټول شوي، نوملړ يې نيولى او که دغه سرغړونې تکرار شي، عدلي او قضايي ارګانونو ته به معرفي شي.
د خوړو او درملو د ملي ادارې د درملو د خدمتونو مدیر له روغتونونو، د درملو د تولید له شرکتونو او سوداګرو وغوښتل چې درمل او خوراکي توکي د خپل وخت له تېرېدو مخکې په مصرف ورسوي او یا دې ادارې ته وسپاري څو پر اړمنو کسانو ووېشل شي.