کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د خوړو او درملو ریاست له لوري د بې کیفیته او تاریخ تیره درملو ۱۵ زره کارټن سوځول شوي

5 جدی 1402 ساعت 16:27

د د خوړو او درملو ملي ادارې نن (سه شنبه د جدی ۵مه) په کابل کې د بې کیفیته او تاریخ تیره درملو ۱۵ زره کارټنونه وسوځول.


آوا - کابل: د خوړو او درملو د ملی ادارې د درملو د خدمتونو استازی نعمت الله روفی وایی چې د انسانانو د ژوند د ساتنې او سالمې ټولنې د رامنځته کولو په هدف یې په تېرو شپږو میاشتو کې د یو کمپاین په ترڅ کې دغه درمل يي په کابل کې د درملتونونو او روغتونونو څخه راټول کړي دي.

هغه زياته کړه، له هغو درملتونونو او روغتونونو څخه چې زاړه او يا ټيټ کيفيت درمل راټول شوي، نوملړ يې نيولى او که دغه سرغړونې تکرار شي، عدلي او قضايي ارګانونو ته به معرفي شي.

د خوړو او درملو د ملي ادارې د درملو د خدمتونو مدیر له روغتونونو، د درملو د تولید له شرکتونو او سوداګرو وغوښتل چې درمل او خوراکي توکي د خپل وخت له تېرېدو مخکې په مصرف ورسوي او یا دې ادارې ته وسپاري څو پر اړمنو کسانو ووېشل شي.


د مطلب کود: 282961

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/282961/د-خوړو-او-درملو-ریاست-له-لوري-بې-کیفیته-تاریخ-تیره-۱۵-زره-کارټن-سوځول-شوي

آوا
  https://www.avapress.com