افغان غږ خبری آژانس - کابل: د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت ویاند مل پاسوال حمدالله فطرت د چهارشنبې په ورځ «قوس ۲۹» د
افغان غږ خبری آژانس له خبریال سره په مرکه کې وویل چې د قومونو د ستونزو د حل په موخه جرګې جوړوی.
ښاغلي فطرت زیاته کړه چې تر اوسه پورې په ټول هېواد کې د قومي ستونزو د حل په موخه ۱۲۰ رسمي او غیر رسمي غونډې شوي دي.
هغه وويل، چې د هېواد په ټولو ولايتونو کې شاوخوا ٨٠ غونډې په رسمي بڼه جوړې شوې، چې په کې د يادو وزارتونو استازو ګډون کړى و او پاتې نورې يې په غير رسمي ډول په ټول افغانستان کې جوړې شوې دي.
د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت دغه چارواکي وويل، چې په هېواد کې د ننګونو او ستونزو د حل لپاره د "جرګو" جوړول مهم دي او د هېواد په تاريخ کې يې کار کړى دى.
په همدې حال کې د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي په یوه کلي کې د خلکو د ټولنیزو ستونزو د حل لپاره د "جرګو" جوړول ګټور بولي او له اسلامي امارت غواړي چې د هېواد په لرو پرتو سیمو کې د قومي ستونزو د حل لپاره هڅې وکړي.
د کابل اوسېدونکی سمیع الحق وايي: " جرګه یو ښه کار دی، دښمني حل کولای شي او دا د افغانانو دود دی او ډېر ګټور دی."
د کابل ښار يو بل اوسېدونکى منير وايي، چې "جرګې" له ډېرې مودې راهيسې په افغانستان کې دود دى او د څو کورنيو تر منځ ډېرې ستونزې او دښمنۍ په دې غونډو سره هوارې شوې دي.
نوموړي زیاته کړه، دوی په هېواد کې د جرګو د جوړېدو ملاتړ کوي او له اسلامي امارت غواړي، چې د امکان تر حده د قومونو او کورنیو ترمنځ د اتحاد او یووالي د ټینګښت لپاره کار وکړي.
د يادونې وړ ده، چې په افغانستان کې "جرګې" د هېواد د ختيځ او سوېل د خلکو په ګډون د بېلابېلو قومونو تر منځ لرغونې سابقه لري او لا هم د افغانستان په ځينو سيمو کې ډېرى کورنۍ او قومي شخړې د جرګو له لارې هوارېږي.