کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سرحدونو او قبایلو وزارت: په تېرو دوو کلونو کې په هېواد کې د شخړو د حل لپاره ۱۲۰ جرګې جوړې شوې دي

29 قوس 1402 ساعت 16:44

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت ویاند وايي، په تېرو دوو کلونو کې په هېواد کې د قومونو د یووالي، همغږۍ او د قومي ستونزو د حل په موخه ۱۲۰ رسمي او غیر رسمي جرګې جوړې شوې دي.


آوا - کابل: د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت ویاند مل پاسوال حمدالله فطرت د چهارشنبې په ورځ «قوس ۲۹» د آوا له خبریال سره په مرکه کې وویل چې د قومونو د ستونزو د حل په موخه جرګې جوړوی. 
 
ښاغلي فطرت زیاته کړه چې تر اوسه پورې په ټول هېواد کې د قومي ستونزو د حل په موخه ۱۲۰ رسمي او غیر رسمي غونډې شوي دي.
 
هغه وويل، چې د هېواد په ټولو ولايتونو کې شاوخوا ٨٠ غونډې په رسمي بڼه جوړې شوې، چې په کې د يادو وزارتونو استازو ګډون کړى و او پاتې نورې يې په غير رسمي ډول په ټول افغانستان کې جوړې شوې دي.
 
د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت دغه چارواکي وويل، چې په هېواد کې د ننګونو او ستونزو د حل لپاره د "جرګو" جوړول مهم دي او د هېواد په تاريخ کې يې کار کړى دى.
 
په همدې حال کې د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي په یوه کلي کې د خلکو د ټولنیزو ستونزو د حل لپاره د "جرګو" جوړول ګټور بولي او له اسلامي امارت غواړي چې د هېواد په لرو پرتو سیمو کې د قومي ستونزو د حل لپاره هڅې وکړي.
 
د کابل اوسېدونکی سمیع الحق وايي: " جرګه یو ښه کار دی، دښمني حل کولای شي او دا د افغانانو دود دی او ډېر ګټور دی."
 
د کابل ښار يو بل اوسېدونکى منير وايي، چې "جرګې" له ډېرې مودې راهيسې په افغانستان کې دود دى او د څو کورنيو تر منځ ډېرې ستونزې او دښمنۍ په دې غونډو سره هوارې شوې دي.
 
نوموړي زیاته کړه، دوی په هېواد کې د جرګو د جوړېدو ملاتړ کوي او له اسلامي امارت غواړي، چې د امکان تر حده د قومونو او کورنیو ترمنځ د اتحاد او یووالي د ټینګښت لپاره کار وکړي.
 
د يادونې وړ ده، چې په افغانستان کې "جرګې" د هېواد د ختيځ او سوېل د خلکو په ګډون د بېلابېلو قومونو تر منځ لرغونې سابقه لري او لا هم د افغانستان په ځينو سيمو کې ډېرى کورنۍ او قومي شخړې د جرګو له لارې هوارېږي.


د مطلب کود: 282584

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/282584/د-سرحدونو-او-قبایلو-وزارت-په-تېرو-دوو-کلونو-کې-هېواد-شخړو-حل-لپاره-۱۲۰-جرګې-جوړې-شوې-دي

آوا
  https://www.avapress.com