دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۴ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۰۱
د مطلب کود : 280421
د قوشتپې کانال په شاوخوا کې د ځمکې د ویش خبره یوه اوازه ده
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي، چې د دغه وزارت له لوري د قوشتپې کانال شاوخوا ځمکې د وېش خبرونه حقیقت نه لري او دا خبر افواهات دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ایکس ټولنیزې شبکې په حواله لیکلي چې د دغه وزارت له خوا د قوشتپې کانال شاوخوا ځمکې د ویش خبرونه حقیقت نه لري او دا خبر افواه ده.
 
دغه وزارت زیاته کړې چې د افغانستان د اسلامي امارت د رهبرۍ د فرمان له مخې هیڅ شخص یا اداره د اسلامي امارت د مشر له حکم پرته د غوشتپې کانال شاوخوا ځمکې د استفادې، ویش، پېر او پلور حق نه لري.
 
دغه وزارت له خلکو هم غوښتي چې د اسلامي امارت د مشر تر رسمي اعلان پورې دې د قوشتپې کانال په شاوخوا سیمو کې د ځمکو د استملاک په اړه په افواهاتو ونه غولېږي او هېڅ ډول اقدام دې نه کوي.
https://avapress.com/vdccixqis2bq408.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته