کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د قوشتپې کانال په شاوخوا کې د ځمکې د ویش خبره یوه اوازه ده

24 عقرب 1402 ساعت 12:01

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي، چې د دغه وزارت له لوري د قوشتپې کانال شاوخوا ځمکې د وېش خبرونه حقیقت نه لري او دا خبر افواهات دي.


آوا - کابل: د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ایکس ټولنیزې شبکې په حواله لیکلي چې د دغه وزارت له خوا د قوشتپې کانال شاوخوا ځمکې د ویش خبرونه حقیقت نه لري او دا خبر افواه ده.
 
دغه وزارت زیاته کړې چې د افغانستان د اسلامي امارت د رهبرۍ د فرمان له مخې هیڅ شخص یا اداره د اسلامي امارت د مشر له حکم پرته د غوشتپې کانال شاوخوا ځمکې د استفادې، ویش، پېر او پلور حق نه لري.
 
دغه وزارت له خلکو هم غوښتي چې د اسلامي امارت د مشر تر رسمي اعلان پورې دې د قوشتپې کانال په شاوخوا سیمو کې د ځمکو د استملاک په اړه په افواهاتو ونه غولېږي او هېڅ ډول اقدام دې نه کوي.


د مطلب کود: 280421

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/280421/د-قوشتپې-کانال-په-شاوخوا-کې-ځمکې-ویش-خبره-یوه-اوازه-ده

آوا
  https://www.avapress.com