دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۵ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۱۸
د مطلب کود : 279889
په لوګر ولایت کې د ښار د پاک ساتلو په موخه کمپاین پیل شو
د نظم د ټينګښت، د ښار د پاکوالي او هم د ښاريانو د خبرتيا په موخه د لوګر ښاروالۍ سيمه ييزو مسوولينو د ښار د پاک ساتلو په موخه د "عامه پاکوالي" کمپاين پيل کړ.
افغان غږ خبری آژانس – کابل: په دغه کمپاین کې؛ په غونډه کې د لوګر والي ضیاء الرحمن مدني، د پل علم ښاروالۍ کارکوونکو، د بېلابېلو ادارو استازو، محصلینو او ځوانانو برخه اخیستې وه.
 
د لوګر والي ضیاء الرحمن مدني ښاریانو ته وویل چې د ښار پاکوالي او نظم ساتل زموږ ګډ مسوولیت دی.
 
د لوګر والي په خپلو خبرو کې وویل، هیڅوک حق نه لري چې ګډوډي وکړي او کثافات په ښار کې له ټاکل شویو ځایونو پرته وغورځوي او هڅه کوي چې په دې برخه کې خلکو ته دقیق معلومات ورکړي.
 
بل خوا د پل علم ښاروال مولوي محمد اسحق سعيد په خپلو خبرو کې وويل، چې په پل علم کې به د عامه افتونو د مخنيوي کمپاين دوام ولري. هغه زیاته کړه چې خلک باید ښار د خپل "دویم کور" په توګه وګڼي.
 
په همدې حال کې د پل علم ښاریان وايي چې هڅه کوي خپل ښار پاک وساتي. دوی د ښار پاک ساتل خپل دیني او انساني مسوولیت ګڼي.
 
د يادونې وړ ده، چې د لوګر په مرکز کې هم د ښار د پاکوالي په موخه کمپاين ترسره شو.
https://avapress.com/vdciv3ar3t1ayv2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته