کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په لوګر ولایت کې د ښار د پاک ساتلو په موخه کمپاین پیل شو

15 عقرب 1402 ساعت 15:18

د نظم د ټينګښت، د ښار د پاکوالي او هم د ښاريانو د خبرتيا په موخه د لوګر ښاروالۍ سيمه ييزو مسوولينو د ښار د پاک ساتلو په موخه د "عامه پاکوالي" کمپاين پيل کړ.


آوا – کابل: په دغه کمپاین کې؛ په غونډه کې د لوګر والي ضیاء الرحمن مدني، د پل علم ښاروالۍ کارکوونکو، د بېلابېلو ادارو استازو، محصلینو او ځوانانو برخه اخیستې وه.
 
د لوګر والي ضیاء الرحمن مدني ښاریانو ته وویل چې د ښار پاکوالي او نظم ساتل زموږ ګډ مسوولیت دی.
 
د لوګر والي په خپلو خبرو کې وویل، هیڅوک حق نه لري چې ګډوډي وکړي او کثافات په ښار کې له ټاکل شویو ځایونو پرته وغورځوي او هڅه کوي چې په دې برخه کې خلکو ته دقیق معلومات ورکړي.
 
بل خوا د پل علم ښاروال مولوي محمد اسحق سعيد په خپلو خبرو کې وويل، چې په پل علم کې به د عامه افتونو د مخنيوي کمپاين دوام ولري. هغه زیاته کړه چې خلک باید ښار د خپل "دویم کور" په توګه وګڼي.
 
په همدې حال کې د پل علم ښاریان وايي چې هڅه کوي خپل ښار پاک وساتي. دوی د ښار پاک ساتل خپل دیني او انساني مسوولیت ګڼي.
 
د يادونې وړ ده، چې د لوګر په مرکز کې هم د ښار د پاکوالي په موخه کمپاين ترسره شو.


د مطلب کود: 279889

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/279889/په-لوګر-ولایت-کې-د-ښار-پاک-ساتلو-موخه-کمپاین-پیل-شو

آوا
  https://www.avapress.com