دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۱ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۱۰
د مطلب کود : 279664
په ننګرهار ولایت کې ۶۱ جریبه د چرس د کروندو له منځه وړل
د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې ۶۱ جریبه د چرسو کښت له منځه وړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کورنیو چارو وزارت نن چهارشنبه د عقرب ۱۰ مه په ټولنیزه شبکه کې یوه خبرپاڼه خپره کړه او لیکلي یې دي چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو په ننګرهار ولایت کې ۶۱ جریبه د چرسو کښت او یوه اندازه چرس نیولي دي. د دایکندي ولایت په کوهستانات او کجران ولسوالیو کې د کوکنارو کښتونه ویجاړ شوي دي.
 
دغه راز د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پوليسو دوه تنه د نشه يي توکو د پلور او استعمال په تور په بدخشان، دوه تنه د کاپيسا او يو بل تن په زابل ولايت کې له ١٧٣ "ټابليټ K" سره نيولي دي.
 
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پوليسو د دايکنډي ولايت په کجران ولسوالۍ کې دوه ټنه نشه يي توکي "اومان" او د فارياب ولايت په کوهستانات ولسوالۍ کې ٣٣٨٦ کيلوګرامه "اومان" کشف او وسوځول.
 
دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو دوو کلونو کې په هېواد کې د نشه يي توکو په کښت، تولید او پلور کې د پام وړ کموالی راغلی دی.
 
https://avapress.com/vdcjmhe8xuqeamz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته