دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۵ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۴۳
د مطلب کود : 278550
د ملګرو ملتونو له خوا په فراه او بادغیس کې له سلګونو کورنیو سره د خوراکي توکو او نغدو پیسو مرسته وشوه
په فراه او بادغیس کې د اسلامي امارت سیمه ییز چارواکي وايي، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په سلګونو بې ځایه شویو کورنیو سره د خوراکي توکو او نغدو پیسو مرسته کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست وايي، چې د دغه ولایت په پشترود ولسوالۍ کې پر ۱۱۷۶ اړمنو کورنیو خوراکي توکي وویشل شول.
 
په همدې حال کې په بادغیس کې د اسلامي امارت مطبوعاتي دفتر وايي، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ (UNHCR) له لوري په ۴۵ داخلي بې ځایه شویو کورنیو نغدي وویشل شول.
 
د خبرپاڼې له مخې پر دغو کورنیو څه باندې ۱۵۹۰ زره افغانۍ وویشل شوې.
 
په بادغیس کې د اسلامي امارت مطبوعاتي دفتر وايي، د دغه ولایت مرکز قلعه نو ښار کې پر ۳۵ بې ځایه شویو کورنیو نغدي مرستې وویشل شوې.
 
ویل کېږي چې د ډنمارک د کډوالو شورا له لوري پر ۳۵ کورنیو ۵۴۰ زره افغانۍ وېشل شوې دي.
 
تر دې وړاندې هم مرستندویه بنسټونو د هېواد په بېلابېلو سیمو کې پر هېوادوالو مرستې وېشلې دي.
 
https://avapress.com/vdccp4qix2bqmp8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته