دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۰ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۰۶
د مطلب کود : 278233
په افغانستان کې د "فلای دوبۍ" الوتنې بیا پیل شوې
په دوبۍ کې د افغانستان د قونسلګرۍ د فرهنګي چارو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د «فلای دوبۍ» شرکت به په افغانستان کې خپلې الوتنې بیا پیل کړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: خبرپاڼه زیاتوي، چې د دغه شرکت د الوتنو د بیا پیلولو چارې د لومړي وزیر د اقتصادي مرستیال دفتر، د بهرنیو چارو وزارت، د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت په هڅو او په دوبۍ کې د افغانستان د قونسلګرۍ او د کوربه هیواد په همکارۍ رامنځته شوې دي.
 
ویل شوي چې دغه شرکت به له راتلونکې میاشتې (نومبر ۱۵) افغانستان ته خپلې الوتنې بیا پیل کړي.
 
د معلوماتو له مخې دغه شرکت به افغانستان ته دوه ورځنۍ الوتنې ولري.
 
https://avapress.com/vdcaeanue49n0u1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته