افغان غږ خبری آژانس - کابل: د انسجام، همغږۍ او ماین پاکۍ رییس نورالدین رستمخېل زیاتوي، چې په دې موده کې له دوه سوه زیاتې پېښې رامنځ ته شوي او د دغو پېښو ډېری قربانیان ماشومان دي.
د انسجام، همغږغي او ماین پاکۍ رئیس وویل: «د ۲۰۲۳ کال له پیله تر اوسه په افغانستان کې ۲۰۷ پېښې شوي چې ۳۷۲ یې قربانیان دي. له دې جملې څخه ۱۲۲ تنه شهيدان، ۲۵۰ تنه ټپيان چې ۲۲۴ تنه يې ماشومان دي.
په ورته وخت کې یو شمېر ماین پاکوونکي وايي، هڅه کوي په هېواد کې ناچاوده ماینونه له منځه یوسي.
د يادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د وروستيو څلوېښت کلنو جګړو له امله په دغه هېواد کې ډېرى ناچاوده ماينونه شته، چې وخت په وخت د افغانانو د مرګ ژوبلې لامل کېږي.