کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په افغانستان کې د ناچاودو ماینونو چاودنې ۱۲۰ کسان وژلي دي

27 سنبله 1402 ساعت 10:31

د انسجام، همغږۍ او ماین پاکۍ رئیس نورالدین رستمخېل اعلان وکړ، چې د روان کال له پیله تر اوسه د ماینونو او ناچاودېدونکو توکو د چاودنو له امله ۱۲۰ تنه وژل شوي او ۲۵۰ نور ټپیان شوي دي.


آوا - کابل: د انسجام، همغږۍ او ماین پاکۍ رییس نورالدین رستمخېل زیاتوي، چې په دې موده کې له دوه سوه زیاتې پېښې رامنځ ته شوي او د دغو پېښو ډېری قربانیان ماشومان دي.
 
د انسجام، همغږغي او ماین پاکۍ رئیس وویل: «د ۲۰۲۳ کال له پیله تر اوسه په افغانستان کې ۲۰۷ پېښې شوي چې ۳۷۲ یې قربانیان دي. له دې جملې څخه ۱۲۲ تنه شهيدان، ۲۵۰ تنه ټپيان چې ۲۲۴ تنه يې ماشومان دي.
 
په ورته وخت کې یو شمېر ماین پاکوونکي وايي، هڅه کوي په هېواد کې ناچاوده ماینونه له منځه یوسي.
 
د يادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د وروستيو څلوېښت کلنو جګړو له امله په دغه هېواد کې ډېرى ناچاوده ماينونه شته، چې وخت په وخت د افغانانو د مرګ ژوبلې لامل کېږي.
 


د مطلب کود: 276791

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/276791/په-افغانستان-کې-د-ناچاودو-ماینونو-چاودنې-۱۲۰-کسان-وژلي-دي

آوا
  https://www.avapress.com