دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۶:۳۳
د مطلب کود : 259339
"فلای دوبۍ" هوايي شرکت کابل ته خپلې الوتنې بیا پیل کړې
د اسلامي امارت د هوايي چلند اداره وايي چې د دوبۍ هوايي شرکت «فلای دوبۍ» به په راتلونکې میاشت کې افغانستان ته خپلې الوتنې بیا پیل کړي.
افغان غږ خبری آژانس: د اسلامي امارت د ترانسپورت او هوايي چلند وزیر غلام جیلاني وفا اعلان وکړ، چې د دوبۍ هوايي شرکت «فلای دوبۍ» په نوم د راتلونکې یوې میاشتې په دننه کې افغانستان ته خپلې الوتنې بیا پیلوي.
 
ده د دې په څرګندولو سره چې د کابل په هوايي ډګر کې د نړيوالو الوتنو لپاره ټول شرايط برابر شوي دي، وويل: ټاکل شوې وه چې د ټکټونو د پلور او د الوتنو د بيا پيل لپاره لږ تر لږه يوه نيمه مياشت وخت ونيسي او اوس به په راتلونکي کې کابل ته خپلې الوتنې پيل کړي.
 
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وياند امام الدين احمدي هم وويل، چې اوسمهال د کابل له هوايي ډګر څخه افغانستان ته ٣٠ الوتنې کېږي.
 
د "طلوع نیوز" د راپور له مخې، احمدي وویل: خصوصي سوداګریز شرکتونه د خپلو مسافرو په پام کې نیولو سره خپلې الوتنې پیلوي، خو موږ ټولو هېوادونو ته الوتنې لرو. په ځينو هېوادونو کې افغاني شرکتونه او په نورو هېوادونو کې خپل شرکتونه او همدارنګه هغه شرکتونه چې افغانستان ته الوتنې بندې کړي، پر ځای يې د اريانا پروېز کار کوي او مسافرو ته کومه ستونزه نه لري.
 
په همدې حال کې د «ترکیش ایرلاین» وېبپاڼې هم اعلان کړی چې دغه هوايي شرکت به د مارچ له میاشتې کابل او مزارشریف ته خپلې الوتنې بیا پیل کړي.
 
https://avapress.com/vdcgwy9xyak9nw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته