دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۱۱
د مطلب کود : 276108
په افغانستان کې د پولیو ناروغي په چټکۍ سره خپریږي
په افغانستان کې د پولیو د له منځه وړلو د کمپاین دفتر وايي، دا ناروغي په چټکۍ سره خپریږي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د «فری پولیو افغانستان» پاڼې چې د پولیو د واکسین د کمپاین په اړه معلومات ورکوي، لیکلي چې په ننګرهار کې تر اوسه د پولیو پنځه مثبتې پېښې ثبت شوې دي او دا وضعیت ډېر خراب دی. د افغانستان لپاره، په ځانګړې توګه د ختیځ زون لپاره، دا ګواښونکی دی".
 
دغه دفتر له کورنیو وغوښتل چې ماشومان واکسین کړي او له دایمي فلج څخه یې وژغوري.
د
سږ کال د پولیو لومړۍ مثبته پېښه په کوټ ولسوالۍ، دویمه په بټي کوټ، درېیمه په نازیانو، څلورمه په بهسودو او پنځمه پېښه د ننګرهار په دوربابا کې ثبت شوې ده.
 
تېر کال په افغانستان کې د پولیو دوه مثبتې پېښې په کونړ او پکتیا ولایتونو کې ثبت شوې وې. دا شمېره په افغانستان کې د پوليو تر ټولو کمې پېښې ثبت شوې دي.
 
اوس مهال افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازینی هیوادونه دي چې د پولیو ناروغي پکې نه ده له منځه تللې.
 
https://avapress.com/vdcjyme8ouqeavz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته