کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په افغانستان کې د "فلای دوبۍ" الوتنې بیا پیل شوې

20 میزان 1402 ساعت 15:06

په دوبۍ کې د افغانستان د قونسلګرۍ د فرهنګي چارو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د «فلای دوبۍ» شرکت به په افغانستان کې خپلې الوتنې بیا پیل کړي.


آوا - کابل: خبرپاڼه زیاتوي، چې د دغه شرکت د الوتنو د بیا پیلولو چارې د لومړي وزیر د اقتصادي مرستیال دفتر، د بهرنیو چارو وزارت، د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت په هڅو او په دوبۍ کې د افغانستان د قونسلګرۍ او د کوربه هیواد په همکارۍ رامنځته شوې دي.
 
ویل شوي چې دغه شرکت به له راتلونکې میاشتې (نومبر ۱۵) افغانستان ته خپلې الوتنې بیا پیل کړي.
 
د معلوماتو له مخې دغه شرکت به افغانستان ته دوه ورځنۍ الوتنې ولري.
 


د مطلب کود: 278233

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/278233/په-افغانستان-کې-د-فلای-دوبۍ-الوتنې-بیا-پیل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com