افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پاکستان د بشری حقونو کمیسیون په یوه بیان کې لیکلی چې د پاکستان د حکومت له خوا د دغه پریکړه لیک د لغوه کولو او د ملګرو ملتونو د ۱۹۵۱ کال د کډوالو د حقونو د کنوانسیون د لاسلیکولو په کلکه غوښتنه کوی.
د دغه کمیسیون په اعلامیه کې راغلي چې «د حکومت له خوا له تروریستي او جنایتکارو ډلو سره د تړاو په تور له یو میلیون څخه د زیاتو ناقانونه بهرنیو اوسیدونکو د ایستلو پریکړه د بې رحمۍ ښکارندويي کوي.
د پاکستان د بشري حقونو کمسیون ویلي دي چې د اخراج سره مخامخ شوي زیاتره هغه افغان کډوال او بې وطنه خلک دي چې له نسلونو راهیسې په پاکستان کې میشت دي.
دغه کمیسیون ویلي، چې د ځینو اشخاصو د تېروتنو په تور د دغو کسانو نیول د منلو وړ نه دي.
د پاکستان د بشري حقونو کمسیون ویلي دي چې افغان کډوال "اخلاقي حق لري چې په دغه هېواد کې پناه واخلي او د عزت او شفقت سره چلند وشي."
د پاکستان حکومت پرون اعلان وکړ چې د نومبر تر لومړۍ نیټې پورې به پناه غوښتونکو او "ناقانونه" کډوالو ته وخت ورکړي چې له دغه هېواده ووځي، چې وروسته به د دغه هېواد د پولیسو له خوا شړل شي.
پاکستان همدا راز اعلان کړی چې د نومبر له لومړۍ نیټې وروسته به هیڅوک له پاسپورټ او ویزې پرته دغه هیواد ته ننوځي.
اسلامي امارت هم له پاکستانه غوښتي چې پر دې پرېکړې له سره غور وکړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې افغان کډوال د پاکستان په امنیتي ستونزو کې ښکیل نه دي او زیاته یې کړه، تر هغه چې افغان کډوال په خپله خوښه له پاکستانه ووځي، د پاکستان حکومت باید صبر وکړي.
د یادولو وړ ده چې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د شمېرو له مخې په پاکستان کې ۳.۷ میلیونه افغان کډوال مېشت دي چې یوازې ۱.۳ میلیونه یې د اوسېدو رسمي اسناد لري.