کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون:

اسلام آباد د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه لغوه کړئ

13 میزان 1402 ساعت 9:57

د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون د غیر قانوني افغان کډوالو د ایستلو په اړه د دغه هیواد د حکومت د پریکړې په غبرګون کې ویلي، چې دا پریکړه د بشري حقونو له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې ده او باید لغوه شي.


آوا - کابل: د پاکستان د بشری حقونو کمیسیون په یوه بیان کې لیکلی چې د پاکستان د حکومت له خوا د دغه پریکړه لیک د لغوه کولو او د ملګرو ملتونو د ۱۹۵۱ کال د کډوالو د حقونو د کنوانسیون د لاسلیکولو په کلکه غوښتنه کوی.
 
د دغه کمیسیون په اعلامیه کې راغلي چې «د حکومت له خوا له تروریستي او جنایتکارو ډلو سره د تړاو په تور له یو میلیون څخه د زیاتو ناقانونه بهرنیو اوسیدونکو د ایستلو پریکړه د بې رحمۍ ښکارندويي کوي.
 
د پاکستان د بشري حقونو کمسیون ویلي دي چې د اخراج سره مخامخ شوي زیاتره هغه افغان کډوال او بې وطنه خلک دي چې له نسلونو راهیسې په پاکستان کې میشت دي.
 
دغه کمیسیون ویلي، چې د ځینو اشخاصو د تېروتنو په تور د دغو کسانو نیول د منلو وړ نه دي.
 
د پاکستان د بشري حقونو کمسیون ویلي دي چې افغان کډوال "اخلاقي حق لري چې په دغه هېواد کې پناه واخلي او د عزت او شفقت سره چلند وشي."
 
د پاکستان حکومت پرون اعلان وکړ چې د نومبر تر لومړۍ نیټې پورې به پناه غوښتونکو او "ناقانونه" کډوالو ته وخت ورکړي چې له دغه هېواده ووځي، چې وروسته به د دغه هېواد د پولیسو له خوا شړل شي.
 
پاکستان همدا راز اعلان کړی چې د نومبر له لومړۍ نیټې وروسته به هیڅوک له پاسپورټ او ویزې پرته دغه هیواد ته ننوځي.
 
اسلامي امارت هم له پاکستانه غوښتي چې پر دې پرېکړې له سره غور وکړي.
 
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې افغان کډوال د پاکستان په امنیتي ستونزو کې ښکیل نه دي او زیاته یې کړه، تر هغه چې افغان کډوال په خپله خوښه له پاکستانه ووځي، د پاکستان حکومت باید صبر وکړي.
 
د یادولو وړ ده چې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د شمېرو له مخې په پاکستان کې ۳.۷ میلیونه افغان کډوال مېشت دي چې یوازې ۱.۳ میلیونه یې د اوسېدو رسمي اسناد لري.
 


د مطلب کود: 277744

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/277744/اسلام-آباد-د-افغان-کډوالو-ایستلو-پرېکړه-لغوه-کړئ

آوا
  https://www.avapress.com