دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۵ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۲۰
د مطلب کود : 277291
د بودیجې نشتوالی یو ملیون میندې او د دوی ماشومان له تغذیې ملاتړ څخه بې برخې کوي
د خوړو نړیوال پروګرام وايي، که په افغانستان کې د خوراکي توکو مرستې ته بودیجه ورنکړل شي، یو میلیون میندې او د هغوی ماشومان به نور له تغذیې برخمن نه شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: پرون (سه شنبه، میزان ۴) د خوړو نړیوال پروګرام په یوه پیغام کې لیکی چې د بودیجې نشتوالی د دې لامل شوی چې افغان مېرمنې د «ژغورنې وروستۍ لار» له لاسه ورکړی.
 
خپرونه وړاندې لیکي چې د بودیجې کمول پدې معنی دي چې یو ملیون میندې او د دوی ماشومان به نور تغذیه ونه کړي.
 
د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د مرستو کمولو ته اړ شوی دی، په داسې حال کې چې ۱۵ میلیونه خلک نه پوهېږي چې د دوی راتلونکی خواړه به له کومه ځایه راځي.
 
دغه پروګرام وايي چې په سړه او سخت ژمي کې له افغانستان سره د مرستې لپاره دغه پروګرام یو میلیون ډالرو ته اړتیا لري.
 
تر دې مخکې د خوړو نړیوال پروګرام اجرایوي مشرې سنډي مکین ویلي و، چې دغه پروګرام په افغانستان کې د اکټوبر میاشتې د ژوندي پاتې کېدو لپاره کافي بودیجه نه لري او که مرستې ونه شي، له افغانستانه به ووځي.
 
https://avapress.com/vdcdn50xfyt05x6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته