دخپریدو نیټه :شنبه ۲۱ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۱۴
د مطلب کود : 274674
د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د ښځو د پیاوړتیا لپاره د مرستې اعلان وکړ
د خوړو نړیوال پروګرام ویلي دي چې له خپلو نړیوالو همکارانو سره په افغانستان کې د ښځو د پیاوړتیا لپاره کار کوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د خوړو نړیوال پروګرام په یوه ټوېټ کې ویلي، چې د ښځو لپاره به د ګنډلو ماشینونه جوړوي او په دې برخه کې به ورسره مرسته وکړي، څو له دې لارې خپلې کورنۍ تمویل کړي.
 
په همدې حال کې په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام ویاند وحیدالله اماني وايي چې د خوړو نړیوال پروګرام په راتلونکو شپږو میاشتو کې یو میلیارد ډالرو مرستو ته اړتیا لري چې د ژمي په درشل کې له اړو کسانو سره مرستې وکړي.
 
د ملګرو ملتونو له خوا د خپرو شویو شمېرو له مخې په افغانستان کې د اړو کسانو شمېر له ۲۹،۲ میلیونو څخه ډېر شوی دی.
 
https://avapress.com/vdcfejd0jw6deva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته