کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د ښځو د پیاوړتیا لپاره د مرستې اعلان وکړ

21 اسد 1402 ساعت 13:14

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي دي چې له خپلو نړیوالو همکارانو سره په افغانستان کې د ښځو د پیاوړتیا لپاره کار کوي.


آوا - کابل: د خوړو نړیوال پروګرام په یوه ټوېټ کې ویلي، چې د ښځو لپاره به د ګنډلو ماشینونه جوړوي او په دې برخه کې به ورسره مرسته وکړي، څو له دې لارې خپلې کورنۍ تمویل کړي.
 
په همدې حال کې په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام ویاند وحیدالله اماني وايي چې د خوړو نړیوال پروګرام په راتلونکو شپږو میاشتو کې یو میلیارد ډالرو مرستو ته اړتیا لري چې د ژمي په درشل کې له اړو کسانو سره مرستې وکړي.
 
د ملګرو ملتونو له خوا د خپرو شویو شمېرو له مخې په افغانستان کې د اړو کسانو شمېر له ۲۹،۲ میلیونو څخه ډېر شوی دی.
 


د مطلب کود: 274674

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/274674/د-خوړو-نړیوال-پروګرام-په-افغانستان-کې-ښځو-پیاوړتیا-لپاره-مرستې-اعلان-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com