دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۵۹
د مطلب کود : 275681
په راتلونکي ژمي کې له اړمنو سره د مرستې لپاره ۱۱۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده
د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په راتلونکي ژمي کې د هېواد په لرو پرتو سیمو کې د مرستو د چمتو کولو او رسولو لپاره ۱۱۰ میلیونه ډالرو عاجلو مرستو ته اړتیا لري.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د خوړو نړیوال پروګرام ویاند اعلان کړی چې د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې شاوخوا درې میلیونه کسان ژوند کوی.
 
هغه زیاته کړه، د ژمي له رارسېدو مخکې باید د افغانستان د لرو پرتو سیمو اوسېدونکو ته د مرستو د رسولو لپاره د ترانسپورتي لارو د بندېدو په اړه تدابیر ونیول شي.
 
د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې په جولای میاشت کې یې په افغانستان کې له پنځه نیم میلیونو زیاتو خلکو ته مرستې رسولې دي.
 
په همدې حال کې ملګرو ملتونو اعلان کړی چې په افغانستان کې ۲۹ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.
 
https://avapress.com/vdcevn8wzjh8fpi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته