کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د خوړو نړیوال پروګرام:

په راتلونکي ژمي کې له اړمنو سره د مرستې لپاره ۱۱۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده

6 سنبله 1402 ساعت 9:59

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په راتلونکي ژمي کې د هېواد په لرو پرتو سیمو کې د مرستو د چمتو کولو او رسولو لپاره ۱۱۰ میلیونه ډالرو عاجلو مرستو ته اړتیا لري.


آوا - کابل: د خوړو نړیوال پروګرام ویاند اعلان کړی چې د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې شاوخوا درې میلیونه کسان ژوند کوی.
 
هغه زیاته کړه، د ژمي له رارسېدو مخکې باید د افغانستان د لرو پرتو سیمو اوسېدونکو ته د مرستو د رسولو لپاره د ترانسپورتي لارو د بندېدو په اړه تدابیر ونیول شي.
 
د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې په جولای میاشت کې یې په افغانستان کې له پنځه نیم میلیونو زیاتو خلکو ته مرستې رسولې دي.
 
په همدې حال کې ملګرو ملتونو اعلان کړی چې په افغانستان کې ۲۹ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.
 


د مطلب کود: 275681

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/275681/په-راتلونکي-ژمي-کې-له-اړمنو-سره-د-مرستې-لپاره-۱۱۰-میلیونه-ډالرو-ته-اړتیا-ده

آوا
  https://www.avapress.com