افغان غږ خبری آژانس) - کابل: د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی چې د دغه سازمان بشری هوایی خدمت (UNHAS) سږ کال افغانستان ته ۱۵۰۰ الوتنې کړی دی.
دې ادارې دا هم ویلي چې په الوتنو کې ۸۵۰۰ مسافر او ۱۹ ټنه بشري کارګو لېږدول شوي دي.
د خوړو نړیوال پروګرام زیاته کړه، چې په دې لېږد کې طبي وسایل، درمل او واکسینونه شامل وو.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د بشري وضعیت د خرابوالي او د بودیجې د کمښت خبره کړې وه.
د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی چې په راتلونکي ژمي کې د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره یو میلیارد ډالرو بودجې ته اړتیا لري.