کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د خوړو نړیوال پروګرام هوايي خدمت افغانستان ته ۱۵۰۰ بشري الوتنې کړي دي

19 سرطان 1402 ساعت 12:49

د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال پروګرام وايي، چې د دغه سازمان هوايي خدمتونو سږ کال افغانستان ته د بشري مرستو ۱۵۰۰ الوتنې کړې دي.


آوا) - کابل: د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی چې د دغه سازمان بشری هوایی خدمت (UNHAS) سږ کال افغانستان ته ۱۵۰۰ الوتنې کړی دی.
 
دې ادارې دا هم ویلي چې په الوتنو کې ۸۵۰۰ مسافر او ۱۹ ټنه بشري کارګو لېږدول شوي دي.
 
د خوړو نړیوال پروګرام زیاته کړه، چې په دې لېږد کې طبي وسایل، درمل او واکسینونه شامل وو.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د بشري وضعیت د خرابوالي او د بودیجې د کمښت خبره کړې وه.
 
د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی چې په راتلونکي ژمي کې د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره یو میلیارد ډالرو بودجې ته اړتیا لري.
 


د مطلب کود: 272987

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/272987/د-خوړو-نړیوال-پروګرام-هوايي-خدمت-افغانستان-ته-۱۵۰۰-بشري-الوتنې-کړي-دي

آوا
  https://www.avapress.com