دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۲ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۵۸
د مطلب کود : 276053
د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې پر یو میلیون ماشومانو بسکټونه وېشلي دي
د خوړو نړيوال پروګرام وايي، سږ کال يې د افغانستان په ښوونځيو کې پر يو ميليون ماشومانو چې نيمايي يې نجونې دي، توزېع شوي خوراکي توکي وېشلي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د خوړو نړیوال پروګرام د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په افغانستان کې له لسو کورنیو څخه نهه یې کافي خواړه نه لري او ډېری ماشومان له لوږې سره ښوونځي ته ځي.
 
د خوړو نړیوال پروګرام زیاته کړه، چې هر سهار په ټول هېواد کې پر ۷۰۰ زره هلکانو او نجونو بسکټ وېشل کېږي.
 
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د خوړو نړيوال پروګرام د دغه پروګرام د بشري مرستو د وېش په برخه کې د بوديجې د کمښت اعلان کړى و.
 
https://avapress.com/vdciwqarpt1ayu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته