کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې پر یو میلیون ماشومانو بسکټونه وېشلي دي

12 سنبله 1402 ساعت 10:58

د خوړو نړيوال پروګرام وايي، سږ کال يې د افغانستان په ښوونځيو کې پر يو ميليون ماشومانو چې نيمايي يې نجونې دي، توزېع شوي خوراکي توکي وېشلي دي.


آوا - کابل: د خوړو نړیوال پروګرام د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په افغانستان کې له لسو کورنیو څخه نهه یې کافي خواړه نه لري او ډېری ماشومان له لوږې سره ښوونځي ته ځي.
 
د خوړو نړیوال پروګرام زیاته کړه، چې هر سهار په ټول هېواد کې پر ۷۰۰ زره هلکانو او نجونو بسکټ وېشل کېږي.
 
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د خوړو نړيوال پروګرام د دغه پروګرام د بشري مرستو د وېش په برخه کې د بوديجې د کمښت اعلان کړى و.
 


د مطلب کود: 276053

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/276053/د-خوړو-نړیوال-پروګرام-په-افغانستان-کې-پر-یو-میلیون-ماشومانو-بسکټونه-وېشلي-دي

آوا
  https://www.avapress.net