سویډني رسنیو پرون (دوشنبه، اسد ۲۳) خبر ورکړی، چې "سلوان مومیکا" او "سلوان نجم" یو ځل بیا د دغه هېواد د پولیسو په ملاتړ په ستاکهولم کې د قرآن کریم یوه نسخه ته اور ورته کړ.
افغان غږ خبری آژانس: د سویډن ورځپاڼې «افتونبلادیت» خبر ورکړی چې دغو دوو عراقی مهاجرو یو ځل بیا د سویډن د پارلمان مخې ته د قرآن کریم سپکاوی کړی او پولیسو هغه سړی نیولی چې هڅه یې کوله د دغو دوو کسانو مخه ونیسی.