دخپریدو نیټه :شنبه ۱۰ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۲۱
د مطلب کود : 272539
د قران کریم د سپکاوي په اړه د اسلامي همکاریو د سازمان فوق العاده غونډه
د اسلامي همکاریو د سازمان سرمنشي اعلان وکړ، چې د دغه سازمان فوق العاده غونډه به راتلونکې اونۍ د سعودي عربستان په جده ښار کې جوړ شي، چې موخه یې د دغه سازمان د سپکاوي په اړه څېړنه ده.
افغان غږ خبری آژانس: د اسلامي همکاریو د سازمان سکرتریت همداراز زیاته کړه، چې دغه غونډه به د دغه سازمان د دوره یي مشر په توګه د سعودي عربستان په بلنه ترسره شي.
 
په همدې تړاو د عراق د بهرنیو چارو د وزارت ویاند «احمد الصحاف» وویل، دغه هېواد د سویډن له چارواکو غوښتی چې هغه عراقی وګړی دې وسپاری چې قرآن کریم ته یې سپکاوی کړی دی.
 
د چهار شنبې په ماښام (جون ۲۸) په سټاکهولم ښار کې د «سلوان مومیکا» (۳۷ کلن) په نوم یوه افراطي د لوی اختر په لومړۍ ورځ د قران کریم یوه نسخه وسوځوله.
 
مومیکا دغه جنایت وروسته له هغه وکړ چې د دغه هیواد پولیسو د اسلام ضد مظاهرو ته اجازه ورکړه.
 
https://avapress.com/vdcdsx0xnyt05k6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته