دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۴۴
د مطلب کود : 270425
حقاني: ملګري ملتونه دې د اسلامي امارت استازو ته په غونډو کې د ګډون اجازه ورکړي
د اسلامي امارت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا سره په لیدنه کې ویلي چې د اسلامي امارت استازو ته باید په یادو غونډو کې د ګډون اجازه ورکړل شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د یوې غونډې په ترڅ کې زیاته کړې، چې په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې امنیت ډېر ښه شوی دی.
 
حقاني زیاته کړې، چې د اسلامي امارت استازو ته باید د ملګرو ملتونو په غونډو کې د ګډون حق ورکړل شي.
 
دا مهال په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ د پخواني حکومت د ډیپلوماټانو په واک کې ده.
 
د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې په دې وروستیو کې د افغانستان امنیت ښه شوی دی.
 
ده وويل چې له ستونزو سره سره ملګري ملتونه خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
 
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) د دې غونډې په اړه څه نه دي ویلي.
 
https://avapress.com/vdcf0xd0tw6deja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته