کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حقاني: ملګري ملتونه دې د اسلامي امارت استازو ته په غونډو کې د ګډون اجازه ورکړي

1 جوزا 1402 ساعت 9:44

د اسلامي امارت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا سره په لیدنه کې ویلي چې د اسلامي امارت استازو ته باید په یادو غونډو کې د ګډون اجازه ورکړل شي.


آوا - کابل: د کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د یوې غونډې په ترڅ کې زیاته کړې، چې په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې امنیت ډېر ښه شوی دی.
 
حقاني زیاته کړې، چې د اسلامي امارت استازو ته باید د ملګرو ملتونو په غونډو کې د ګډون حق ورکړل شي.
 
دا مهال په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ د پخواني حکومت د ډیپلوماټانو په واک کې ده.
 
د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې په دې وروستیو کې د افغانستان امنیت ښه شوی دی.
 
ده وويل چې له ستونزو سره سره ملګري ملتونه خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
 
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) د دې غونډې په اړه څه نه دي ویلي.
 


د مطلب کود: 270425

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/270425/حقاني-ملګري-ملتونه-دې-د-اسلامي-امارت-استازو-ته-په-غونډو-کې-ګډون-اجازه-ورکړي

آوا
  https://www.avapress.com