دخپریدو نیټه :جمعه ۸ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۴۰
د مطلب کود : 269081
تېر کال په غزني کې له ۱۱۰ زره کورنیو سره نغدي او غیرې نغدي مرستې وشوې
د غزني سیمه ییز چارواکي وايي، چې د ١٤۰۱ لمریز کال په اوږدو کې ۸۰ زره کورنیو ته خوراکي او کورني توکي او دغه راز له ۳۰ زرو نورو کورنیو سره نغدي مرستې شوې دي.
افغان غږ خبری آژانس - غزني: د غزني ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رئیس مولوي ابو ثابت پرون (پنجشنبه د ثور ۷) په دغه ولایت کې پر اړمنو کسانو د مرستو د وېش په اړه وویل: د تېر کال په اوږدو کې د غزني ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست او مرستندویه ادارو له لوري په غزني ولایت کې پر ۸۰ زره اړمنو کورنیو د خوراکي توکو او د پخلنځي توکي وویشل شول، چې په کې اوړه، وریجې، غوړي، دال او یو شمېر نور توکي شامل وو.
 
د دغه سيمه ييز چارواکي په وينا، تېر کال هم د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې له ٣٠زره اړمنو کورنيو سره نغدي مرستې ووېشل شوې، چې ټولټال ٩٥٠ ميليونه افغانۍ کېږي.
 
د غزني د پېښو رئيس وويل، دغه مرستې په شفاف ډول پر مستحقو کسانو وېشل شوي، ځکه د مرستو له وېش مخکې د مستحقو کورنيو د پېژندنې په موخه هر اړخيزه څېړنه شوې وه.
 
په تېر کال کې نړیوالو سازمانونو تل په افغانستان کې د بې وزلۍ او لوږې په اړه خبرداری ورکړی دی. د مرستندویه موسسو په وینا، د افغانستان زیاتره وګړي مرستو ته اړتیا لري.
https://avapress.com/vdcbw9b58rhb0gp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته