کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

تېر کال په غزني کې له ۱۱۰ زره کورنیو سره نغدي او غیرې نغدي مرستې وشوې

8 ثور 1402 ساعت 12:40

د غزني سیمه ییز چارواکي وايي، چې د ١٤۰۱ لمریز کال په اوږدو کې ۸۰ زره کورنیو ته خوراکي او کورني توکي او دغه راز له ۳۰ زرو نورو کورنیو سره نغدي مرستې شوې دي.


آوا - غزني: د غزني ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رئیس مولوي ابو ثابت پرون (پنجشنبه د ثور ۷) په دغه ولایت کې پر اړمنو کسانو د مرستو د وېش په اړه وویل: د تېر کال په اوږدو کې د غزني ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست او مرستندویه ادارو له لوري په غزني ولایت کې پر ۸۰ زره اړمنو کورنیو د خوراکي توکو او د پخلنځي توکي وویشل شول، چې په کې اوړه، وریجې، غوړي، دال او یو شمېر نور توکي شامل وو.
 
د دغه سيمه ييز چارواکي په وينا، تېر کال هم د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې له ٣٠زره اړمنو کورنيو سره نغدي مرستې ووېشل شوې، چې ټولټال ٩٥٠ ميليونه افغانۍ کېږي.
 
د غزني د پېښو رئيس وويل، دغه مرستې په شفاف ډول پر مستحقو کسانو وېشل شوي، ځکه د مرستو له وېش مخکې د مستحقو کورنيو د پېژندنې په موخه هر اړخيزه څېړنه شوې وه.
 
په تېر کال کې نړیوالو سازمانونو تل په افغانستان کې د بې وزلۍ او لوږې په اړه خبرداری ورکړی دی. د مرستندویه موسسو په وینا، د افغانستان زیاتره وګړي مرستو ته اړتیا لري.


د مطلب کود: 269081

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/269081/تېر-کال-په-غزني-کې-له-۱۱۰-زره-کورنیو-سره-نغدي-او-غیرې-مرستې-وشوې

آوا
  https://www.avapress.com